Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هلمند باباجي اوسېدونکي: ۷۰ سلنه ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

د هلمند باباجي اوسېدونکي: ۷۰ سلنه ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي.



د هلمند باباجي ولسوالي یوشمير اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو کمښت له امله یې ۷۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

دوی له مسوولانو غواړي چې سیمه کې یې نوي ښوونځي جوړ کړي.

د باباجي ولسوالي دوو اوسېدونکو عبدالقدوس او سردارولي وویل:

«له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه داده چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي، دغه مکتب د دوادخان په وخت کې جوړ شوی. دلته ماشومان ډېر دی، تقریباُ ۷۰ سلنه خلک نالوستي پاته شوي.»

«دلته اکثره خلک بې سواده پاته دي. علت یې دا دی چې زموږ په دغه منطقه کې یو ښوونځی دی. اوس هم ډېری ماشومان له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.»

ورته وخت کې د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د باباجي په ګډون د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ښوونيز بهیر پیاوړتیا لپاره یې هڅې پیل کړي.

د پوهنې رییس محمد عوض انصاري وویل، دغه ولایت کې له ۴۰۰ څخه زیات ښوونځي دامهال فعاله دي چې زرګونه زده‌کوونکي پکې په زده‌کړو بوخت دي.

هغه وايي: «باباجي ولسوالي منظمې لیسې لري چې خپلي ودانۍ لري، نور نیمه‌کاره ښوونځي هم پکې شته، پر دا یوې دا دی اوس کار شروع دی، په راتلونکې کې هم هڅه کوو چې شته ښوونځیو کې ستونزې حل کړو.»

مطالب

د هلمند باباجي اوسېدونکي
۷۰ سلنه ماشومان مو له زده‌کړو محروم دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ