د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس موسسې په تخنیکي همکارۍ تطبیق کېږي، چې په ترڅ کې به یې د ۸۱۳ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په پلنوالي سړک او د ۱۱۵۰ مترو په اوږدوالي ویالې جوړې شي.
د نوموړي په خبره دغه پروژو چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.