Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیې د امریکا او ایران تر منځ پر منځګړیتوب موافقه کړې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

روسیې د امریکا او ایران تر منځ پر منځګړیتوب موافقه کړې.

یو شمېر بهرنیو رسنیو ویلي، د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین موافقه کړې چې د ایران د اټومي وسلو په اړه شته تاوتریخوالي د حل په موخه به د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي. بلومبرک د پوتین په حواله ویلي، چې د ټرمپ ادارې سره به د ایران د اټومي وسلو پر سر خپلمنځي ستونزو حل او منځني ختیځ کې د ایران د یو شمېر ډلو د ملاتړ په اړه له امریکا سره د منځګړي په توګه خبرې اترې وکړي. په مسکو کې له دې موضوع سره بلد کسانو ویلي، چې ټرمپ له ایران سره د اټومي وسلو پر سر راپورته شوې مسله په فبروري میاشت کې له پوتین سره د ټیلیفوني اړیکي پر مهال شریکه کړې چې وروسته له هغې د امریکا او روسیې ډیپلوماتانو په ریاض کې د همدې موضوع په اړه خبرې وکړې.

مطالب

روسیې د امریکا او ایران
تر منځ پر منځګړیتوب
موافقه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ