Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي چې د شیبر ولسوالۍ په جلمیش دره کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. 

د ولایت ویاند، صبور سیغاني، وايي چې دا پروژې د سولدیراتي موسسې په مالي ملاتړ پلي کېږي. په دغو پروژو کې د څلورو اوبو رسولو شبکو، استنادي دېوالونو، کانالونو، جامع جومات او ۳۰ مبرزونو جوړول شامل دي. چارواکي زیاتوي چې له دې پروژو سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطره خوندي شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

مطالب

بامیانو کې د یو شمېر
پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ