Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راتلونکي کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره افغانۍ ټاکل شوی.
۱۶ حوت ۱۴۰۳

راتلونکي کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره افغانۍ ټاکل شوی.



د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ نورمحمد ثاقب نن (پنجشنبه د کب ۱۶مه) کابل کې یوې غونډې ته وویل، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره او ۹۰ افغانۍ او د ټولو افغان حاجيانو د حج لګښتونه ۸ میلیارد او ۲۷۸ ميليونه او ۷۷۷ زره افغانۍ ټاکل شوي دي.

نوموړي وویل، حاجيان کولای شي له راتلونکې يکشنبې څخه په مرکز کابل کې د حج له رياست او اړوندو ولایتونو کې له ولايتي رياستونو څخه تعرفه ترلاسه او بانک ته يې تحويل کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاتوي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې سعودي عربستان د افغانستان د حج سهميه ۳۰ زره ټاکلې ده.

دی وايي، هڅه کوي چې راتلونکو کلونو کې د افغانستان د حج سهمیه ډېره شي.

د هغه په وینا، سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد رالېږد په موخه له اريانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست همدارنګه وايي چې د دولتي ادارو او وزارتونو په سهمیه کې حج ته تلونکي کسان به د حج ټول لګښت په خپله ورکوي او هېڅوک د بيت المال په پيسو حج ته نه لېږل کېږي.

مطالب

راتلونکي کال کې
د هر افغان د حج
لګښت ۲۸۲زره افغانۍ
ټاکل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ