Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کرنې وزارت؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی.
۲ ثور ۱۴۰۴

کرنې وزارت؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی او دا حالت د هېواد پر کرنې او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي. 

د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې ستونزې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. 

نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) د اقلیم بدلون له سلاکارې چیرټي واټسن کړې دي.

 په خبر پاڼه کې راغلي چې دا لیدنه د افغانستان د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. 

ښاغلي فیضان په دې کتنه کې په افغانستان کې د اوبو پر کمښت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

 د یوناما د اقلیمي بدلون سلاکارې بیا ویلي چې بنسټیزه موخه یې د کرنې او اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ دی.

مطالب

کرنې وزارت
افغانستان د اقلیمي بدلون
له ناوړه پایلو سره مخ دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ