Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي دي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

پکتیا کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي دي.

د پکتیا ولایتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتو له امله د ماشومانو په ګډون درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. 

د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس نثار احمد نجات وايي، د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

 دغه راز هغه زیاته کړې چې پرون د ګردېز ښار اړوند د کوزې ختابې نیازیو په کلي کې د تندر د راپرېوتو له امله دوه ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د نوموړي په وینا، په سیمه کې د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

مطالب

پکتیا کې د سېلابونو
له امله درې تنه مړه شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ