Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونېسف: هرات کې د ۲۰۰ نجونو له حرفوي زده‌کړو ملاتړ کوو.
۲۵ سرطان ۱۴۰۴

یونېسف: هرات کې د ۲۰۰ نجونو له حرفوي زده‌کړو ملاتړ کوو.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په هرات کې د ۲۰۰ نجونو زده‌کوونکو د حرفوي زده‌کړو ملاتړ کوي.

 دا زده‌کوونکې نجونې به د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ او نورو برخو کې روزنه ترلاسه کوي.

یونېسف پرون سې‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دغه ۲۰۰ نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، له ښوونځي څخه د محرومېدو له امله، دا حرفوي زده‌کړې ترلاسه کوي.

د راپور له مخې، یادې زده‌کوونکې به د یونېسف په ملاتړ شپږ میاشتني حرفوي کورسونو کې زده‌کړې وکړي.

یونېسف ویلي، دا مسلکي مهارتونه به نجونو ته د کار کولو او عوایدو د ترلاسه کولو فرصت برابر کړي.

یونېسف زیاته کړې چې د هغو نجونو، هلکانو او مېرمنو لپاره چې له شدیدې بې‌وزلۍ سره مخ دي، یا د جبري ودونو او غیرمحفوظې کډوالۍ له ګواښ سره مخ دي، هم حرفوي زده‌کړې برابروي، څو دوی وکولای شي له دې لارې عاید ترلاسه کړي او مالي خپلواکي پیدا کړي.

مطالب

یونېسف: هرات کې
د ۲۰۰ نجونو له حرفوي زده‌کړو ملاتړ کوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ