Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سږکال له لوګره د نږدې ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت کرنیزتوکي صادرشوي.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

سږکال له لوګره د نږدې ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت کرنیزتوکي صادرشوي.

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د روان ١٤٠٣ کال په لړ کې، له دې ولایت څخه څه باندې ١.١ میلیون ټنه بېلابېل کرنیز محصولات صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، مولوي محمد یعقوب مومند وایي؛ په کرنیزو صادر شویو محصولاتو کې، مڼې، انګور، زردالو، بادام، هندواڼي، کچالو، پیاز، رومي بانجان، یو شمېر نورې میوي او سبزیجات شامل دي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
ښاغلي مومند زیاته کړې، صادر شوي محصولات نږدې ۸ میلیارده  افغانۍ ارزښت لري، چې د مرکز په ګډون له ټولو ولسوالیو څخه لاسته راغلي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د نورو برخو سربېره د کرنې په برخه کې لوګر کې د پانګونې لپاره بې مخینې فرصتونه شتون لري.
 د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس پر پانګوالو غږ کړی، چې له دغو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.
د لوګر ولایتي مسؤلین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د تازه میوو په ګډون د اکثره کرنیزو محصولاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

مطالب

سږکال له لوګره
د نږدې ۶۸ میلیونه افغانیو
ارزښت کرنیزتوکي صادرشوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ