Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند او بنګله‌دېش کې سېلابونه؛ ۳۸ کسان مړه شوي.
۱۲ جوزا ۱۴۰۴

هند او بنګله‌دېش کې سېلابونه؛ ۳۸ کسان مړه شوي.



هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سیمو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو سېلابونو او له امله یې، د ځمکې ښووېیدنې له کبله لږترلږه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند د هواپېژندنې ادارې په یاد هېواد کې د نورو درنو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده.

د حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ د همالیا په سیکیم ایالت کې بندپاتې له زرو څخه ډېر سیلانیان اېستل شوي او د میګالیا ایالت کې د پوځ د ژغورنې ټیمونه په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې له ۵۰۰ څخه د ډېر کسانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.

د هند په ګاونډ د بنګله‌دېش د شمال‌ختیځ سلهټ ولسوالي کې د ځمکې ښووېیدنې له امله د یوې کورنۍ لږترلږه څلور غړي مړه شوي، داسې حال کې چې د یکشنبې پر ورځ د رنګاماتي، بندربان او خاګراچاري په غرنیو ولسوالیو کې سلګونه کسانو ته سرپناه برابرې شوې دي.

چارواکو د نورو ځمک ښووېیدنې او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د هند شمال ختیځ او بنګله‌دېش د سختو بارانونو سره مخ دي چې وژونکي ځمکې ښووېیدنې او سېلابونه رامنځته کوي او هرکال په میلیونونه خلک اغېزمنوي.

مطالب

هند او بنګله‌دېش کې
سېلابونه
۳۸ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ