د سرپرست حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د افغان کډوالو اړوند موضوعاتو په اړه د المان له خوا د خبرو اترو لېوالتیا ستایلې ده.
نوموړي ویلي، افغانستان له هغو هېوادونو سره د خبرو ملاتړ کوي چې افغان کډوال پکې مېشت دي، او دا ډول مسایل باید د تفاهم او د همغږیو له لارې حل شي.
په دې وروستیو کې د المان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرينډټ، ویلي چې هېواد یې غواړي له سرپرست حکومت سره د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه مستقیمې خبرې وکړي چې له المان څخه ایستل کېږي.
دوبرينډټ همداراز زیاته کړې چې دا مهال برلین د دې ډول خبرو لپاره د درېیمو هېوادونو له لارې عمل کوي، خو دغه لاره دومره اغېزناکه نه ده، او اړتیا شته چې مستقیمې اړیکې ټینګې شي.