د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د داسې یوه خپلواک، بېپري او سولهییز افغانستان ملاتړ کوي، چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو پاک وي.
لاوروف دا څرګندونې د شانګهای سازمان غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د بیارغونې او دوامدار پرمختګ ملاتړ د سازمان غړو ته ډېر مهم دی، او دا مهال ټول غړي هېوادونه له کابل سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په هڅه کې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سیاسي او قومي ډلو ګډون او ملي اجماع اړینه ده، څو دا هېواد باثباته راتلونکې ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې، سرپرست حکومت بیا وايي، چې اوسنی حکومت یې د هېواد له ټولو قومونو جوړ دی، او تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې ټولشموله دی.