Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی.
۱۳ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی.



د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې شمال کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.

د اسراییلو پوځ د وژل شوي سرتېري نوم «۱۹ کلن یائیر الیاهو» یاد کړی او د اسراییلو د ازر سیمې اوسېدونکی دی.

یاد سرتېری د انجینیري د جنګي لېوا غړی و او د غزې شمال کې د حماس پر وړاندې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.

له دې وړاندې هم روانه او تېره اوونۍ د اسراییلو یوشمېر سرتېري له حماس سره په نښته او بمي چاودنو کې وژل شوي وو.

په ورته مهال اسراییلو نن یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې، ګڼ‌شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د نن ورځې له پیل راهیسې سهار مهال پر یوې خېمې او نورو عامه ځایونو د اسراییلو په بریدونو کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز تازه د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته نږدې د اسراییلو په ډزو کې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تېره ورځ هم لسګونه کسان د اسراییلو بریدونو کې خپل ژوند بایللی وو.

مطالب

غزه کې یو اسراییلی
سرتېری وژل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ