Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بېجينګ: موږ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امريکا له ناسمې کړنې سره مخالفت کوو
۲۶ جدی ۱۴۰۳

بېجينګ: موږ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امريکا له ناسمې کړنې سره مخالفت کوو



د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګوو جيا کون د جنورۍ په څوارلسمه نېټه د دغه وزارت په  خبري ناسته کې وويل، چې چين د امريکا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او د چينايي تصديو د حقه حقونو د ساتلو لپاره به ځوابي تدبيرونه ونيسي. امريکا د خپلې بادارۍ د لټولو لپاره د چين په شمول زیات پرمختیايي هېوادونه له  تخنيکي پرمختګ او د دوی له پرمختيایي حقونو څخه محروم کړي چې دغه کړنه او ستراتيژي د بېلا بېلو هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا د ښې کارونې له ګډو ګټو څخه سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د روانې مياشتې په ۱۳ مه نېټه چين ته د مصنوعي ځيرکو محصولاتو پر صادراتو د بندیز لپاره نوي تدبیرونه خپاره کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوو جيا کون پدې اړه وويل، چې چين د مصنوعي ځيرکتيا په وسيله د نړيوالې ادارې مثبت هڅوونکی او عملي کوونکی دی او له اړوندو خواوو سره به ګډې هڅې وکړي، څو ټول هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا له ګټو څخه برخمن شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد يې اووه امریکايي تصدۍ پر تايوان د وسلو د پلورلو په پار د بې اعتبارانو په ليست کې شاملې کړې او ور باندې يې بنديزونه لګولي دي.

مطالب

د چين د بهرنيو چارو وزارت
ګوو جيا کون

دا خبر نورو سره شریک کړئ