Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۴ ثور ۱۴۰۴

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بدخشان ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې د فیض آباد ــ کشم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي. 

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې دغه ترافیکي پېښه د فیض اباد ــ کشم پر لویه لار د کره قمر سیمه کې د کرولا او لنډکروزر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. 

د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټپیان ولایتې روغتون ته استول شوي او د درملنې لاندې دي.

مطالب

بدخشان کې د ترافیکي پېښې
له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ