Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دریو میاشتو کې طبیعي او غیرطبیعي پېښو کې ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

دریو میاشتو کې طبیعي او غیرطبیعي پېښو کې ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی.



د اسلامي امارت مسوولان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړیو دریو میاشتو حمل، ثور او جوزا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۶۱۹ نور ټپیان دي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) سلام‌وطندار ته وویل، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، ۸ زره او ۳۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

هغه وویل چې دغې ادارې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ څه باندې ۶۵ زره او ۷۷۴ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلي.

د نوموړي په وینا، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې زیانمنو شویو کورنیو ته تر ۲۷۳ میلیون زیاتې افغانۍ وېشل شوي دي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف همدارنګه وویل چې په ټول هېواد کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو وېشلو لړۍ لاهم دوام لري.

مطالب

دریو میاشتو کې طبیعي
او غیرطبیعي پېښو کې
۴۲۱ کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ