Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي او اسحاق ډار پر سوداګرۍ او ترانزېټ خبرې کړې دي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

متقي او اسحاق ډار پر سوداګرۍ او ترانزېټ خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بېجېنګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، دواړو لورو کابل ته د اسحاق ډار د وروستي سفر په تړاو، د دوه اړخیزو اړیکو، ډیپلوماټیک تعامل، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د شویو پرمختګونو ارزونه وکړه. 

په لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییز نښلون او امنیت په برخو کې به ګډ کار ته دوام ورکوي.

مطالب

متقي او اسحاق ډار پر
سوداګرۍ او ترانزېټ خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ