Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان له زندانونو ۳۹۷ افغانان ازاد‌ شوي.
۲ ثور ۱۴۰۴

د پاکستان له زندانونو ۳۹۷ افغانان ازاد‌ شوي.



د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سه‌شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۹۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدول شوي.

د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له‌مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر درېیو ورځو بند خونو کې ساتل شوي وو.

ویل شوي چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې دې وروستیو اوونیو کې لسګونه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

مطالب

د پاکستان
له زندانونو
۳۹۷ افغانان ازاد‌ شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ