Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي.
۳ حمل ۱۴۰۴

نورستان؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي.

د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بولۍ له لارې قیمتي ډبرې ( بیروج) پلورل شوي دي. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې بولۍ له لارې ۱۵کیلو بیروج د ۱۰ میلیونه ۹۴۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول. د مسوولینو په خبره د دې بولۍ له لارې یو میلیون او ۹۴ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې د دولت خزانې ته به وسپارل شي.

مطالب

نورستان
۱۱ میلیونه افغانیو
په ارزښت بیروج
پلورل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ