Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دکار او ټولنیزو چارو وزارت: روان کال ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

دکار او ټولنیزو چارو وزارت: روان کال ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.

دکار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روان کال د دغه وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره په یاده موده کې یواځې په پلازمېنه کابل کې تر ۵ زرو کسان، چې په نشه يي توکو روږدي وو تر درملنې وروسته د دغه وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت چارواکي وایي په ټول توان سره په هېواد کې د بې کارۍ کچې کمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه هڅې کوي. د یادونې وړ ده، چې پرون په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښوونیز مرکز څخه د یونسکو جاپان موسسې په مالي ملاتړ ۱۵۵ ځوانان چې د ودانۍ برېښنا، یخچال او ایرکنډېشن، برېښنايي وسایطو د ترمیم او خیاطۍ څانګو په برخه کې یې ۶ میاشتې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې وي، فارغ او د تصدیق پاڼو ترڅنګ ورته د کار ځینې وسایل هم ووېشل شول.

مطالب

دکار او ټولنیزو چارو وزارت
روان کال ۳۵ زره کسانو
حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

دکار او ټولنیزو چارو وزارت: روان کال ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.