Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مالیې وزارت؛ د لسګونه زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

مالیې وزارت؛ د لسګونه زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې.

د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې، هېواد ته د ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده. د خبرپاڼې له مخې د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي. تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، هېواد ته د شاوخوا ۶۰ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی وو.

مطالب

مالیې وزارت
قاچاقي توکو
مخه نیول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ