Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا: امریکا او اسراییل د منځني ختیځ د روان تاوتریخوالي مسوول دي.
۲ سرطان ۱۴۰۴

شمالي‌کوریا: امریکا او اسراییل د منځني ختیځ د روان تاوتریخوالي مسوول دي.



پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونو ته په غبرګون کې شمالي‌کوریا وايي چې منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي او ترینګلتیا اصلي لامل واشنګټن او تل‌ابیب دی.

د شمالي‌کوریا دولتي خبري اژانس نن دوشنبه، جون ۲۳مه پر ایران شوي بریدونه غندلي او هغه یې، د یوه هېواد د ملي ګټو او ارضي تمامیت نقض بللی دی.

رویټرز خبري اژانس د شمالي‌کوریا د بهرنیوچارو وزارت له لوري د خپرې شوې یوې بیانیې له قوله ویلي: «شمالي‌کوریا د امریکا له‌خوا پر ایران برید په کلکه غندي چې د یوه خپلواک دولت ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټې په تاوتریخوالي سره تر پښو لاندې کړې دي.»

شمالي‌کوریا همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسراییلو او امریکا پر وړاندې اقدامات وکړي.

شمالي‌کوریا او ایران له کلونو راهیسې نږدې اړیکې لري او له کلونو راپدېخوا د پوځي همکاریو له هغې ډلې د بالېستیک توغندیو د پراختیا له کبله تورن دي.

مطالب

شمالي‌کوریا: امریکا او اسراییل
د منځني ختیځ د روان تاوتریخوالي مسوول دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ