Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دومینیکا کې د کښتۍ ډوبېدل؛ څلور کسان مړه او ۲۰ ورک دي.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

دومینیکا کې د کښتۍ ډوبېدل؛ څلور کسان مړه او ۲۰ ورک دي.



په دومینیکا کې چارواکي وايي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله څلور کسان مړه شوي او ۲۰ نور ورک دي.

د دوی په وینا، ۱۷ نور کسان چې د امریکا تر کنټرول لاندې پورتوریکو ته روان وو، ژغورل شوي دي.

د دومینیکا او هایټي هېوادونو اوسېدونکي لاهم هڅه کوي چې په یادې مرګونې لارې د ښه ژوند جوړولو لپاره خپل ټاکلي هېواد ته ځان ورسوي.

د چارواکو په وینا، لس ژغورل شوي کسان د دومینیکا او پاتې د هایټي اوسېدونکي دي. له دومینینکا جمهوریت پورتوریکو ته د کډوالو تګ د پخوا په پرتله زیات شوی او پناه غوښتونکي او کډوال پر دې یوه طرفه لار قاچاق وړونکو ته ۷۰۰۰ ډالر ورکوي.

د یاد هېواد چارواکي زیاتوي چې کډوال په یوه داسې کښتۍ چې له لرګیو او فایبرګلاس جوړه وي، لېږدول کېږي چې ډېری وخت د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

مونا ټاپو چې طبیعي خوندي شوې ټاپو ده، د دومینیکا جمهوریت او پورټوریکو ترمنځ موقعیت لري او له کلونو راهیسې د قاچاق‌وړونکو له لوري کارول کېږي.

مطالب

دومینیکا کې د کښتۍ ډوبېدل
څلور کسان مړه او ۲۰ ورک دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ