د سمنګانو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار په ګډون په ۶ ولسوالیو کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې په برخه کېګڼې رغنیزې پروژې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محرابالدین اقبال رسنیو ته ویلي، چې د یونیسف په مالي ملاتړ د پوهنې د پیاوړتیا او زده کوونکو ته د ښه چاپېریال د برابرولو په موخه د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.
هغه ویلي، چې په یادو پروژو کې د دوو نویو ښوونځيو جوړول، د اوو ښوونځیو لپاره د احاطوي دېوالونو رغول، د اوبو رسولو شبکو جوړول او ورته اړین ملحقات جوړول شامل دي.