Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان پنجاب کې پر کاغذپرانۍ بندیز؛ پنځه کال بند سزا ټاکل شوې.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

د پاکستان پنجاب کې پر کاغذپرانۍ بندیز؛ پنځه کال بند سزا ټاکل شوې.



د پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت په دغه ایالت کې پر «کاغذپرانۍ» یا پتنګ الوزولو باندې بندیز لګولی دی.

د پنجاب اسمبلۍ تېره میاشت په رسمي ډول «پنجاب کې د کاغذپرانۍ الوزولو منع قانون» په نوم قانون تصویب کړ چې پر بنسټ یې، د کاغذپران الوزونکو، تولیدونکو، لېږدونکو او پلورونکو لپاره د بند موده او درنې جریمې په‌کې ټاکل شوې دي.

د نوي قانون له مخې، پورتنیو کسانو ته د سرغړونې پرمهال تر پنځو کلونو بند او څه باندې ۷زره ډالر «دوه میلیونه کلدارې» نغدي جریمه ټاکل شوې.

په قانون کې تر ټوله ډېره سزا د کاغذپران جوړونکو او لېږدونکو ته ټاکل شوې چې له پنځه تر اووه کاله بند او له ۵۰۰زره تر پنځه میلیونه کلدارې نغدي جریمه ده.

په قانون کې د کاغذپران د جوړولو او تولید برخه کې پر کارېدونکې هرې وسیلې او توکي هم بندیز لګېدلی دی.


پاکستان کې د رسنیو د راپورونو له مخې، هر کال دغه هېواد کې د پسرلي موسم پرمهال لسګونه کسان د کاغذپرانۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مطالب

د پاکستان
پنجاب کې
پر کاغذپرانۍ
بندیز

دا خبر نورو سره شریک کړئ