Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بغلان کې د رمضان‌ جام فوټسال سیالۍ پیل شوې.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

بغلان کې د رمضان‌ جام فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې. د بغلان د فوټبال فدراسیون مسوول محمدګل مسکینیار وویل چې دغه سیالۍ په ګروپي ډول د اتو لوبډلو تر منځ په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پیل شوې، چې ټولې لوبډلې د مرکزي بغلان اړوند دي. مسکینیار زیاته کړه چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کینګ اف سي او بغلان کلپ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کینګ اف سي لوبډلې د ۳/۵ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

مطالب

بغلان کې د رمضان‌ جام
فوټسال سیالۍ پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ