Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د افغانستان پر صادراتو ۱۰ سلنه مالیه لرې کړه.
۵ جوزا ۱۴۰۴

پاکستان د افغانستان پر صادراتو ۱۰ سلنه مالیه لرې کړه.

پاکستان د افغانستان پر صادراتو لس سلنه مالیه لرې کړه. د پاکستان له دغه اقدام څخه موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو ښه‌والی ښودل شوی دی. 

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ګډې خونې په دې وروستیو کې ویلي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ له‌خوا نوي اصلاحات به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ اسانه کړي. 

دغه اصلاحات چې په څو نویو لارښوونو کې بیان شوي، موخه یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ډیورنډ کرښې هاخوا سوداګرۍ خنډونو لرې کول ښودل شوي دي.

 د دغه خونې په وینا؛ یو مهم بدلون د افغانستان د ځینو صادراتي توکو په صادراتو د لس سلنه مالیې لرې کول دي، چې تمه کېږي د دواړو هېوادونو سوداګریزه سیالي پیاوړې کړي او پاکستان ته د صادراتو لړۍ اسانه کړي.

مطالب

پاکستان د افغانستان
پر صادراتو ۱۰ سلنه مالیه لرې کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ