Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د خلکو په مالي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
۹ حوت ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې د خلکو په مالي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د میدان‌وردګ پوهنې ریاست مسوولان د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د خلکو او یوه خیریه بنسټ په مرسته یوه ښوونځي ته د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت والي ویاند محمدیوسف اسرار رسنیو ته وویل، د ميدان‌وردګ سيداباد ولسوالي «حيدرخېل» سيمه کې د خلکو او خيريه بنسټ له لوري د انصارالله منځني ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوې ده.

نوموړي وویل، د یاد ښوونځي زده‌کوونکي چې تر دې وړاندې د زدکړې لپاره مناسب چاپېرل نه‌درلود، اوس یې د ودانۍ ستونزې هوارې شوې.

د ده په وینا، دغه منځنی ښوونځی اته تدریسي او یوه اداري خونه لري چې د یونیم کال په موده کې ودانیزې چارې بشپړې شوې.

له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ په مرکز میدانښار او بهسودو ولسوالیو کې ورته د خلکو او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ یو شمیر ښوونځي بیارغول شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې د خلکو په مالي لګښت

دا خبر نورو سره شریک کړئ