Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړېږي.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې ۱۳ سوداګریز مارکېټونه جوړېږي.

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.

د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ریيس مولوي مطیع‌الله ذاهد پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پل‌علم په ګډون په بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګرېز مارکېټونه جوړېږي.

نوموړي وویل، دا بازارونو د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا لپاره په اساسي توګه جوړېږي چې عملي چارې به یې ډېر ژره پيل شي.

بل‌خوا د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي رسنیو ته وویل، د یادو بازارونو د جوړېدو لپاره د لسو ادارو څخه یوه کمېټه جوړه شوې او پر پلان یې کار روان دی چې تر جوړېدو وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، په پام کې ده چې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم د هیوادوالو د اړتیا له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت د طرحې له مخې معیاري بازارونه جوړ شي.

هېره دې نه وي چې اوس مهال د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شته بازارونه غیرې معیاري جوړ شوې دې او عام خلک یې د معیاري بازارونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

مطالب

لوګر کې
۱۳ سوداګریز
مارکېټونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ