Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شهباز شريف: له چین سره د لا ښکلې نړۍ ګډې ابادۍ ته سترګې په لار یم.
۱۰ دلو ۱۴۰۳

شهباز شريف: له چین سره د لا ښکلې نړۍ ګډې ابادۍ ته سترګې په لار یم.



د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د يوې ويډيو له لارې د چين حکومت، خلکو او همدارنګه په پاکستان کې مېشتو چينايانو ته د نوي کال مبارکي وويله او ويې ويل، چې پاکستان له چين سره د لا ښکلې نړۍ د ګډې ابادۍ په لټه کې دی.

نوموړي د چین د پرمختګ په برخه کې د خارق العاده لاسته راوړنو ستاینه وکړه او دا یې “د ۲۱مې پیړۍ یو له مهمو موضوعاتو څخه” وبلل. هغه وويل چې د چين د بيا سمسورتيا لاره د چين د مشرانو هوښيارتيا او ليد لوری څرګندوي. پاکستان کولی شي د چین د بریالیتوب له کیسې څخه الهام واخلي.

مطالب

شهباز شريف
له چین سره

دا خبر نورو سره شریک کړئ