Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي.

سی‌اېن‌اېن خبري شبکې د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي. 

په راپور کې ویل شوي، موخه داده تر څو مالومهکړي چې ایا تهران له اسراییل سره د شخړې د حل لپاره په رښتینې توګه د ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي او که نه. 

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په درشل کې پر ایران برید وکړ، حال دا چې ټاکل شوې وه تېره یکشنبه د دواړو لوریو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو شپږم پړاو ترسره شي، خو دغه خبرې اترې نیمګړې او بې پایلې پاتې شوې.

مطالب

ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه کړې
چې له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ