Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي.

د هرات سرپرست والي نوراحمد اسلام جار د ایران، ترکمنستان او ترکیې د ډيپلوماتانو کوربتوب کړی. د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ليدنو کې د دوه اړخیزو همکاريو پر زياتوالي خبرې شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخي، د هرات سرپرست والي دغه ولایت د بهرنيو پانګه‌والو لپاره مناسب ځای یاد کړی او د یادو هېوادونو د کونسلګريو ترمنځ یې د هر اړخيزو همکاريو پر پراخوالي ټينکار کړی.

مطالب

د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې
له ډیپلوماتانو سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ