Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان نن له انګلستان سره سیالي کوي.
۸ حوت ۱۴۰۳

افغانستان نن له انګلستان سره سیالي کوي.



د پاکستان په کوربه‌توب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، کب اتمه، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له انګلستان سره سیالي کوي.

دغه سیالي د یاد جام له بي ګروپ څخه کېږي او ټاکل شوې نن ۱:۳۰ بجې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې پیل شي.

افغانستان له دغه ګروپ څخه خپله لومړۍ لوبه سوېلي‌افریقا ته بایللې او نن به هڅه وکړي چې دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټي.

افغانستان او انګلستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر دې مهاله یوازې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې افغانستان یوازې یو ځل انګلستان ماته کړی دی.

انګلستان د اتلانو جام روانو سیالیو کې بیا تر دې مهاله یوه لوبه کړې چې اسټرالیا ته یې، بایللې ده.

په بي ګروپ کې سوېلي‌افریقا او اسټرالیا یوه یوه لوبه ګټلې او تېره ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي، د باران له امله لغوه شوه چې دواړو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.

مطالب

افغانستان نن
له انګلستان سره سیالي کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ