Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایچ او: ښايي د کال تر پایه ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

ډبلیو ایچ او: ښايي د کال تر پایه ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) استازي له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته ښايي د روان میلادي کال تر پایه ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي. 

ادوین سنیزا سالوادور په دې مرکه ویلي چې افغانستان د ۴۵ میلیونو وګړو په لرلو له بهرنیو مرستو سره تړلی دی.

 نوموړي زیاته کړې چې د روان کال له لومړیو د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته کابو درې میلیونه وګړي د ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو وروسته روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم شوي او ۲۲۰ نور مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ شوي.

 سالوادور خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت په دوام به د ملاریا، ډینګي او سېل په څېر ناروغۍ پراخې او د واکسیناسیون پروګرامونه به له شدیدو کمېدو سره مخامخ شي.

مطالب

ډبلیو ایچ او
ښايي د کال تر پایه ۱۰ سلنه افغانان
له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ