د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو خبرې کړې دي.
برادر قزاقستان یو باوري شریک بللی او په نړۍواله کچه د ملاتړ مننه یې کړې ده. نوموړي له قزاقستان غوښتي، چې له ټرانزیټ، پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو ګټه واخلي.
د قزاقستان لومړي وزیر د اړیکو د پراخېدو ژمنه کړې او د تورغونډۍ–هرات پروژه کې یې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه اعلان کړه او د کانونو، مېوو وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو لیوالتیا یې ښودلې ده.