Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای او اېم: ۱۱ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي.
۱۰ حوت ۱۴۰۳

ای او اېم: ۱۱ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې تېر زیږیز کال ۹ میلیونه کسان د اقلیمي ګواښونو له امله اغېزمن شوي دي. راپور وايي، په دوی کې په تېرو درېیو کلونو کې ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي، ۴۰۰ زرو کسانو کورونه او شتمنۍ له لاسه ورکړي او ۱۴ زره شاوخوا ته د طبیعي پېښو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي افغانستان کې ۷۳ سلنې دندې د اقلیم اړوند دي او راتلونکی اقلیم بدلون به ۱۱ میلیونه افغانان له ګواښ سره مخ کړي چې ډېری یې په جوزجان، غور او خوست کې دي.

مطالب

ای او اېم
۱۱ میلیونه افغانان
د اقلیمي بدلونونو له ګواښ
سره مخ دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ