Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین ۹۳ ډرون مو نسکورې کړي.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین ۹۳ ډرون مو نسکورې کړي.

د روسیې دفاع وزارت نن یکشنبه، جولای ۲۰مه خبر ورکړی چې بېګاه شپه یې،د اوکراین ۹۳ ډرون شنډ کړي دي.

د سپوتنیک خبري شبکې له لوري د دفاع وزارت له قوله ویل شوي: «د بېګاه شپې په اوږدو کې د مسکو پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې، د هوايي دفاعي سېسټم په مرسته مو د اوکراین ۹۳ ډرون شنډ کړي دي.»

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۳۸ ډرون په بریانسک، ۱۹ ډرون په مسکو، کالوګا ولایت کې ۱۱، اته په تولا، پنځه په اوریول او پنځه نورې په نیژني‌نوووګورود، درې د تورو اوبو او دوه هم په بله سیمه کې نسکورې شوې دي.

بل‌خوا د جګړې سربېره د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو هڅې هم روانې دي. اوکراین راتلونکې اوونۍ د خبرو لپاره مسکو ته وړاندیز کړی، خو تراوسه یې د پیل د کره‌والي په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دواړو لوریو په مې او جون میاشت کې د استانبول په کوربه‌توب د لومړي ځل لپاره له یوه بل سره ولیدل او دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

مطالب

د روسیې دفاع وزارت
د اوکراین ۹۳ ډرون مو نسکورې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ