Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا ټګزاس کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر تر سلو واوښت.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

د امریکا ټګزاس کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر تر سلو واوښت.



د تېرې جمعې په ورځ د امریکا ټګزاس په مرکزي برخه کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر له ۱۰۰ اوښتی او یوشمېر نور ورک دي.

د راپورونو پر اساس، دغه سېلابونه د تګزاس ایالت «ګوادالوپ» سیمه کې یو ناڅاپه راوتلي چې ګڼ شمېر موټر او کورونه یې وړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د نادرکه کسانو د پلټې عملیات دوام لري او تراوسه د هغوی کره شمېر نه‌دی مشخص شوی، خو له سېلابونو څلور ورځې وروسته د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هیله کمه شوې ده.

همدارنګه ویل شوي چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه سېلابونو ګڼې سیمې ځپلي دي.

مطالب

د امریکا ټګزاس کې د سېلابونو
د تلفاتو شمېر تر سلو واوښت

دا خبر نورو سره شریک کړئ