Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د «اختریز جام» په نوم د غشې‌وېشتلو سیالي جوړې شوې.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې د «اختریز جام» په نوم د غشې‌وېشتلو سیالي جوړې شوې.

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د کوچني اختر په مناسبت د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ د غشې وېشتلو سیالي جوړې شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري  رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالي د کوچني اختر د نمانځلو په مناسبت د ۱۵ غوره لوبډلو او لسګونه لوبغاړو ترمنځ د «اختریز جام» په نوم ترسره شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو پای ته د دغه ولایت د وردګ اتلانو او محمدیارخېلو لوبډلو لاره موندلې وه چې محمدیارخېلو لوبډلې وکولای شول خپلې سیالۍ لوبډلې ته ماته ورکړي او د اختریز جام سیالي بریا خپله کړه.

د جوړو شویو سالیو په پای کې په یو شمیر غوره لوبډلو ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

د غشې وېشتلو سیالیو یوه ګدونوال محمدرسول رسنیو ته وویل، دا ډول سیالي هر کال د میدان‌وردګ په چک ولسوالي کې جوړېږي، خو په اړونده مسوولانو یې غږ وکړ چې د یاد ورزش ودې او ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې برخې ته پاملرنه وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدان وردګ ولایت به چک ولسوالۍ کې د غشې وېشتلو ورته سیالۍ جوړې شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
د «اختریز جام» په نوم د غشې‌
وېشتلو سیالي جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ