Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې ۳۱۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
۲ سرطان ۱۴۰۴

غزني کې ۳۱۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۳۱۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. 

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د ده یک ولسوالۍ په روزي کلا سیمه کې د ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پر مټ یې د سیمې ۳۱۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

مطالب

غزني کې ۳۱۱ کورنیو ته
د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ