Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر روسیې د اوکراین برید؛ د درېوو خبریالانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي.
۵ حمل ۱۴۰۴

پر روسیې د اوکراین برید؛ د درېوو خبریالانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي.



د روسیې یوشمېر رسنۍ وايي چې په لوهانسک کې د اوکراین توغندیز برید له امله د رسنیو د درېوو کارکوونکو په ګډون، شپږ کسان وژل شوي دي.

د لوهانسک سیمې لپاره د مسکو له لوري ټاکل شوي والي، لیونید پاسیچنیک وویل چې په برید کې د کریملین پلوه ایزویسټیا ورځپاڼې خبریال الکساندر فیدورچک، همدارنګه تصویراخیستونکی اندري پانوف چې د روسیې تلویزیوني چینل Zvezda  لپاره یې کار کاوه و د یاد چینل موټرچلوونکی، الکساندر سرکلي وژل شوي دي.

پاتې درې نور کسان چې یو تنګی ځوان هم په‌کې شامل دی، په دغه توغندیز برید کې وژل شوي دي. د روسیې خبري اژانس ادعا کړې چې د اوکراین له لوري وېشتل شوی توغندی، د امریکا له‌خوا دغه هېواد ته ورکړل شوی و.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم ویلي چې اوکراین دغه خبریالان په لوی لاس وژلي دي.

د وروستیو څو ورځو پرمهال روسیې او اوکراین پر یوه بل د ډرون او توغندیو بریدونه ډېر کړې دي. تېره ورځ د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې په ډرون بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي وو.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې کرښې ګرمې دي، د اوربند ټینګښت په اړه هم سعودي عربستان د امریکا په منځګړیتوب مذاکرات روان دي.

مطالب

پر روسیې د اوکراین برید
د درېوو خبریالانو په
ګډون شپږ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ