Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوی اختر ورځو کې کونړ ته ۹۰ زره سیلانیان ورغلي.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

د لوی اختر ورځو کې کونړ ته ۹۰ زره سیلانیان ورغلي.



د کونړ ځايي مسوولان وایي چې د اختر په دریو ورځو کې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ۹۰ زره سیلانیانو د دې ولایت له مختلفو ولسوالیو لیدنه کړې.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي منیب‌الله شاکر تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۲۱) رسنیو ته وویل، د دې ولایت طبیعي ښکلا، غریزو سیمو او کونړ سیند د سیلانیانو پام ځان ته اړولی چې هر کال ورته زرګونه سیلانیان د تفریح لپاره ورځي.

د منیب په خبره، سږکال یې سیلانیانو ته د تفریحي سیمو مشخصولو لپاره سیار ټیمونه ګمارلي، تر څو سیلانیانو ته لارښوونه وکړي او د سیاحت سیمې ور وښيي.

هر کال د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو سلګونه زره هېوادوال د کونړ د طبیعي منظرو لیدلو لپاره دې ولایت ته ورځي چې سږ کال لوی اختر کې د سیلانیانو دا لړۍ د نورو کلونو په پرتله زیاته وه.

د یادونې وړ ده چې د لوی اختر څلورو ورځو کې له پنجشېر ولایته هم تر سل زره زیاتو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

مطالب

د لوی اختر ورځو کې
کونړ ته ۹۰ زره سیلانیان ورغلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ