Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې سږکال د دوه‌نيم ميليارد افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شويږ
۲۵ جدی ۱۴۰۳

پکتيکا کې سږکال د دوه‌نيم ميليارد افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شويږ



د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روان ۱۴۰۳ کال پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۴۵۰ لوېې او کوچنی پروژې بشپړې شوې دي.

د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت نن سه‌شنبه، مرغومې ۲۵مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د مرکز ښرنې په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، سړک جوړونې او د اوبو بندونو جوړولو او نورو برخو کې ۴۵۰ پروژې بشپړې شوې چې شاوخوا دوه نيم ميليارده افغانی لګښت پرې راغلی دی.

هغه دغه‌راز وويل چې شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ په نغدي ډول د بېلابېلو پېښو پر زيانمنو او معلولانو وېشل شوي دي.

ياده غونډه کې پکتيکا والي ملاعبدالخالق عابد وويل چې ياد ولايت ته په تېر کې د بيارغونې، پوهنې او روغتيا برخو کې هېڅ پام نه‌وو شوی.

هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکي ۱۴۰۴ کال کې به د پکتيکا د لرې پرتو سيمو خلکو د روغتيا، پوهنې او نورو ستونزو ته رسيده ګي کوي. د پکتيکا يوشمېر اوسېدونکو بيا د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه.

د پکتيکا یوه اوسېدونکي محمداکبر وويل چې د خلکو ستونزې ډېرې او بايد ولايتي اداره يې د حل لپاره لازيات کار وکړي. د نوموړي په وینا، اوس‌ هم خلک د روغتيا، پوهنې او مخابراتو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

ياد مطبوعاتي کنفرانس کې د پکتيکا مرستيال والي ژمنه وکړه چې راتلونکي کال به د ځينو لويو سړکونو جوړولو ترڅنګ په هره ولسوالي کې يو، يو کلینیک هم جوړوي.

مطالب

پکتيکا
پروژی

دا خبر نورو سره شریک کړئ