Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: پوتین لېونی شوی، ټول اوکراین غواړي.
۵ جوزا ۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: پوتین لېونی شوی، ټول اوکراین غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني او په وینا یې، نوموړي ته څه پېښ شوي او په بشپړ توګه لېونی شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې پر خپله ټولنیزه رسنۍ «تروټ میډیا» کې کړې دي.

نوموړي لیکلي: «زه له پوتین سره ښې اړیکې لرم، خو اوس څه پرې شوي او بشپړ لېونی شوی. ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه د اوکراین یوه برخه، ښايي دا سم وي، خو که دا کار وکړي، نو د روسیې د سقوط لامل به شي.»

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراین پوځ وايي، روسیې د یکشنبې پر شپه په کم‌ساري توګه پر اوکراین ډرون او هوايي بریدونه کړي دي.

د پوځ په وینا، روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو ۲۹۸ ډرون او ۶۹ توغندیز بریدونه کړي چې یوشمېر یې، شنډ کړل شوي دي.

په دې بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.

د یادو بریدونو په ځواب کې د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ویلي: «د روسیې پر رهبرۍ د واقعي قوي فشار راوستلو پرته، دا وحشت نشو درولی. د امریکا او ټولې نړۍ چوپتیا یوازې پوتین هڅوي. بندیزونه به یقینآ مرسته وکړي.»

روسیې بیا تراوسه د ټرمپ د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
پوتین لېونی شوی، ټول اوکراین غواړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ