Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د روسیې ټرانسپورټ وزیر له ګوښه‌کېدو څو ساعته وروسته مړ موندل شوی.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

د روسیې ټرانسپورټ وزیر له ګوښه‌کېدو څو ساعته وروسته مړ موندل شوی.



د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر «رومن ستاروویت» له دندې څخه تر ګوښه کولو څو ساعته وروسته پلازمېنې مسکو ته نږدې، مړ موندل شوی دی.

د روسیې کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي نوموړي ځان‌وژنه کړې وي. په راپور کې ویل شوي چې د ستاروویت جسد ته نږدې یوه وسله هم موندل شوې، خو تراوسه یې، د مړینې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي، ویل شوي.

ولادېمیر پوتین نوموړی پرون دوشنبه، جولای اوومه، د اوکراین له لوري د ډرون بریدونو له امله د یاد هېواد غیرپوځي هوايي حریم کې د پراخو اختلالاتو رامنځته‌کېدو وروسته له دندې ګوښه کړ.

د کرملین ویاند ډیټمري پسکوف په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

کرملین تراوسه د رومن ستاروویت د ګوښه‌ کولو لامل تراوسه نه‌دی څرګند کړی. نوموړي له دې وړاندې د کرسک سیمې د والي په توګه هم دنده کړې وه.

مطالب

د روسیې ټرانسپورټ وزیر له ګوښه‌کېدو
څو ساعته وروسته مړ موندل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ