Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د پاکو اوبو رسولو څلورو شبکو جوړېدو چارې پيل شوې.
۹ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې د پاکو اوبو رسولو څلورو شبکو جوړېدو چارې پيل شوې.



د میدان‌وردګ ځايي مسوولان وایي، په چک ولسوالي کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلورو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې رییس مولوي وحیدالله راشد نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) وویل، په دغو پروژو کې د چک ولسوالي «خواجه‌انګور، ګلاب‌خېلو، غونډۍ او کرکټ» کليو کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو جوړول، یو شمېر کلیو کې د ۶۵ څاګانو ترمیم او په ۷ ښوونځیو کې د اوبو برابرول شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو لګښت د یوې خیریه موسسې له خوا ورکول کیږي.

دی وایي، د یادو پروژو کارونه به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شي چې له دې سره به ۲۶۵۰ کورنۍ او نږدې ۲۸ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

اخوا د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، اسلامي امارت په ټول هېواد کې بیارغاونې ته ژمن دی او د دغه ولایت په مرکز میدانښار او بیلا بیلو ولسوالیو کې د ګڼ شمیر پروژو کارونه پیل شوې دي.

هغه له ولسونو وغوښتل چې د بیارغاونې پرژو په عملي کېدو کې له حکومت او مؤسساتو سره همکاري وکړي.

د چک ولسوالۍ قومي مشر اختر محمد وویل، په یادو کلیو کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم دی چې د یادو پروژو له بشپړیدو سره به، د ولسي خلکو ستونزې هوارې شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري د میدان‌وردګ په بېلا بېلو ولسوالیو کې ورته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
د پاکو اوبو رسولو څلورو شبکو
جوړېدو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ