د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د نړیوالو همکاریو رییس سلطان بن احمد العسیري له افغانستان سره د بشردوستانه هڅو د پیاوړتیا پر ارزښت او اغېزمنو وګړو ته د مرستو رسېدو پر ډاډمنتیا ټينګار کړی دی.
د خبر پاڼې له مخې سلطان بن احمد العسیري دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې کړې دي. نوموړي ژمنه کړې چې قطر به له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه ویلي: «بسپنه ورکوونکي او بشردوستانه سازمانونه کولای شي د افغاني ټولنې د ظرفیت جوړونې د ملاتړ او ښه کېدو لپاره اغېزمن رول ولوبوي. د یادونې ده چې اروپايي ټولنې د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.