Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې ۲۳ کسان وژل شوي.
۵ حمل ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې ۲۳ کسان وژل شوي.



اسراییل اتمه پرلپسې ورځ پر غزه بمبارۍ ته دوام ورکړی او نن سهار یې هم د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو پر اساس، د غزې مختلفو برخو کې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي چې ۷ ماشومان هم په‌کې شاملیږي.

دې سره، اسراییلي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره د پالمیرا ښار ته نږدې د سوریې دوه هوايي اډې هم بمبار کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې شاوخوا ۵۰زره او ۸۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې زرګونه نور فلسطینیان تر خاورو لاندې دي او ښايي د مړو شویو شمېر تر دې هم زیات وي.

بلخوا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۹۳ اسراییلي ځواکونه وژل شوي او له ۲۰۰ زیات کسان یرغمل نیول شوي دي.

مطالب

پر غزې د اسراییلو
تازه بریدونو کې
۲۳ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ