Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې درې اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی.
۲۴ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې درې اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی.

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتې پرمهال یې، درې سرتېري وژل شوي او یو افسر سخت ټپي دی.

 د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د غزې په شمال کې د حماس له لوري په راکېټ د یوه ټانک د ویشتلو له امله وژل شوي دي.

په دې پېښه کې د اسراییلو د پوځ یو افسر سخت ټپي شوی هم دی.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې نن (سه‌شنبه، د جولای ۱۵مه) راپور ورکړ چې دا پېښه پرون ماسپښین د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د اسراییلو ټایمز ورځ‌پاڼې د معلوماتو له مخې، غزه کې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۵۴ سرتېري وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي بریدونو پرون او نن هم ګڼ‌شمېر فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر بیا ټپیان شوي دي.

مطالب

غزه کې درې اسراییلي
سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ