Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او پاکستاني لوري د کډوالو ستنولو پرېکړې په ناوړه پایلو خبرې کړي.
۲۳ حمل ۱۴۰۴

افغان او پاکستاني لوري د کډوالو ستنولو پرېکړې په ناوړه پایلو خبرې کړي.



اسلا‌م‌اباد کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار او د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک سره لیدلي دي.

اعلامیه کې راغلي چې دې کتنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د کډوالو په اړه د پاکستان حکومت په وروستۍ پرېکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یې په پایلو بحث خبرې شوي.

همداراز دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د شته ستونزو په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.

اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب داسې مهال د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار پروېز خټک سره د کډوالو ستنولو پرېکړې په ناوړه پایلو خبرې کړي چې دامهال له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې لړۍ دوام لري او په تېرو څو ورځو کې زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دا داسې مهال دی چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ.

مطالب

افغان او پاکستاني لوري
د کډوالو ستنولو پرېکړې
په ناوړه پایلو خبرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ